د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال بادغيس ولایت ته سفر وکړ
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي بادغيس ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست څخه لیدنه وکړه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یاد ریاست له رئیس سره د پروژو د پلي کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او دوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ نموړي زیاته کړه زموږ هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري خپلو خلکو ته د پراختیا او بیارغونې په برخو کې په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړئ او د ریاست اړوندو غوښتنو ته يې رسیدنه وکړئ.
