د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په کهنه شاخ کلي کې د (۰،۴۳۲) کیلومتره جغلي اتصالي سړک په شمول د (۴۴) مترو په اوږدوالي د ګاډري اوسپني کانکریټي پُل د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-391 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-38691 نمبر جواز لرونکی د تل ودا ودانیز او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۲۳،۲۱۱،۲۵۰ ( درې ویشت میلیون دوه سوه یوولس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
