د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري ریاست د (نلدواني، فلزکاري او حلبي سازي، برښنا او ایرکنډیشن، جنراټورونو او د اوبو تصفیه کولو دستګاه، معماري، رنګمالي، بسته کاري او نجاري، پاکي او صفائي توکي، چاپيریال ساتنه او په ژمي کې د دفترونو ګرمولو لپاره د اړتیا وړ اجناسو) تهیه او تدارک تړون چې MRRD/1405/NCB/G-139 کوډ نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، ، د ۷۰۴۵۱ نمبر جواز لرونکی د زهرا رحیم ساختماني، سوداګریز او لوژستیکي خدماتو شرکت ته په ټولیز ډول ۳،۲۳۰،۳۸۰ ( درې میلیون او دوه سوه او دیرش زره او درې سوه اتیا افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
