د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ساختماني شرکتونو د پام وړ!
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په قورباغه اریغ کلي کې د (۶) مترو په اوږدوالي کانکریټي اوسپنیز پُلچک سره د ۰،۱۹۵ کیلومتره په اوږدوالې د جغلي اتصالي سړک د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-417 تشخیصیه نمبر لرونکی دی، د ۹۲۰۸۷ نمبر جواز لرونکي د عبدالوهاب افغان ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۲۶۷۸۰۹۰ (دوه میلیون شپږ سوه اته اویا زره نوي افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
