په لغمان کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۸۰ متره استنادي دیوال تړون لاسلیک شو

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د لغمان د کلیو بیارغونې او پرمختیا د رییس او د داندړ د پرمختیايي شورا له لوري د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۸۰ متره استنادي دیوال جوړولو تړون لاسلیک شو چې د قرغيي ولسوالۍ په لعل خان اباد او داندړ کلیو کې به جوړیږي.
ددې دیوال په جوړیدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه د نیزونو له ګواښه وژغورل شي.