د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ له علما‌ء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۸:۳۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ له علماء کرامو ، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه ، چې په لیدنه کښي د همدي وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین محترم مفتي سیداحمد مستقیم او د پاکو اوبو رسولو د رياست رئیس مولوي بخت منیر محمد هم شتون درلود.

د لیدنې په پیل کې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ سپین ږیرو د اسلامي امارت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې الحمدلله مونږ ته اسلامي امارت داسې زمینه برابره کړې ترڅو خپلې ستونزې په اسانۍ سره تر لوړو مقاماتو او مرجع پورې و رسوو.

هم دا راز راغلو مخورو خپلې ستونزې  له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او زياته يه کړه چې په تیرو شلو کلونو کې یادې ولسوالۍ ته هیڅ خدمت ندی شوی.

د تګاب ولسوالۍ مخورو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل ترڅو د باران د اوبو د مهارولو لپاره ورته کوچني چیک ډیمونه او استنادي دیوالونه  جوړ کړي.

 ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د کاپیسا ولایت څخه راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې د نوموړې ولسوالۍ د خلکو تیر شل کلن تکلیفونه او ستړیاوې  د افغانستان له اسلامې امارت سره د قدردانۍ وړ وبللې او زیاته يې کړه د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري چې هغو سیمو ته به د بيا رغونې په برخه کې لومړيتوب ورکوي کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ کار ندی شوی.

محترم وزير صاحب همداراز وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بودیجې او امکاناتو سره سم به د یادي ولسوالۍ ستونزو ته رسیده ګې کوي.

 یاده لیدنه د خیر په دعايې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS