د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت رهبرۍ د وزارت د پخوانيو همکارانو د کارونو ستاینه وکړه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۴:۱۸
رهبری وزارت احیا و انکشاف دهات از کارکرد همکاران پیشین این وزارت قدردانی کرد

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د ‏برنامو معین پوپل حبیبي، مالي او اداري مرستیال معراج ‏الدین شمس ‏او د وزارت د بېلابیلو پروګرامونو رئیسانو د یاد وزارت د ځينو ‏رئیسانو چې کاري ماموریت یې ‏پای ته رسیدلی و ، ‏د کارونو ستاینه وکړه.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، په ادارو کې بدلون یو ‏اصل دی او له دې اصل څخه سمه ګټه اخېستل، مدیریتي او مسلکي ‏‏چارې ښې کوي‎. ‎

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې مونږ ټول د هېواد د ‏ابادۍ لپاره کار کوو او دې سپيڅلي کار او ملي رسالت ته به د ‏بېلابیلو ادارو، ادرسونو او میکانیزمونو له لارې دوام ورکوو.‏

د دې ترڅنګ یې د خپلو پخوانیو همکارانو د کارونو ‏ستاینه وکړه او په نویو مسوولیتونو کې یې دوی ته د بریا هیله او دعا ‏وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS