د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر  د وزارت ۱۴ تقاعد شوي  کارکوونکي وستایل

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
متقاعدین

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د وزارت د بېلابېلو پروګرامونو ۱۴ تقاعد شوي کارکوونکي وستایل او د دوی د نماځنې په مراسمو کې یې وویل، چې د  وزارت رهبري  ستاسې د مخلصانه  خدمتونو قدرداني کوي، د وزارت دروازې به ستاسې په مخ پرانېستې وي او ستاسې له تجربو به نور مامورین  هم ګټه اخلي.
په دې ۱۴ تقاعد شویو کارکوونکو کې ( زیبا، ګلالي، نورمحمد، ګلاب الدین، محمد انور، محمد عیسی، ملاجان، حسام الدین، فیض محمد، سید صفدر شاه، عبدالحی، محمد نعیم، محمد حان او محمد عمر قانع ) شامل ول چې د وزارت رهبرۍ لخوا په ایورډونو وستایل شول.
د یادونې  وړ ده، چې دا لومړي ځل دی،  چې په وزارت کې د تقاعد شویو کارکوونکو  ته د  دوی د کړیو  خدمتونو د درناوي او ستاینې غونډه جوړیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS