په هرات کې د ۸۹ ښوونځیو کار بشپړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۷:۵۴
تکمیل کار ساخت ۸۹ باب مکتب در هرات

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اقرا پروژې تر سیوري لاندې د هرات ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ۸۹ ښونځیو د جوړیدو چارې پای ته ورسیدې، او د زرګونو زده کونکو لپاره یې د زده کړې مناسب چاپیریال رامنځته کړ.

دې ښوونځیو د زده کوونکو ډیری ستونزې هوارې کړي دي، لکه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د پشت حصار شرقي پرمختیایي شورا رییس محمد نادرچې وایي: «ددې کلي زده کوونکو شپږ کاله په نامناسبه فضا کې زده کړې کولې، چې ددې ښوونځي په جوړیدو مو داستونزه هواره شوې ده.»

باید ووایو چې په پام کې ده چې د هرات ولایت په ۱۹ولسوالیو کې د اقرا پروژې له لورې ۲۰۶ ښوونځي جوړیږي ، چې له دې ډلې ۸۹ ښوونځي جوړ شوي، په ۶۲ کار روان دی او ۵۵ نور د ډیزاین او نقشې په پړاو کې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS