په ننګرهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵۰ متره فرعي سړک جوړ شو.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۸:۴۲
په ننګرهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵۰ متره فرعي سړک جوړ شو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند راغه کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵۰ متره فرعي سړک جوړ شو.

د دغې پروژې په ترڅ کې د سیمې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۶۸۰ کاري ورځې برابرې شوې.

د یادونې وړده چې چې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري په بیلا بیلو سکتورنو کې ۹۵ پروژې منظورشوي چې یو شمیر یې تکمیل او پاتې نورې به يې ډیر ژر بشپړې شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS