په لوګر ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۳
1

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نوآباد بابوس کلي کې د ( ۶ ) میلیونه او( ۲۵ ) زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم "راشد" له خوا پیل شوې.

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د نوموړي کلي د پراختیايي شورا له خوا تر راتلونکو څلورو میاشتو پلې او بشپړه کیږي. په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۱۸ تخته سولر نښلول، د ۲۰ متر مکعب په ظرفیت سره د اوبو ارتفاعي ذخیرې جوړول، د کلینیک لپاره د دوه سیټ مبرز جوړول سره د سپټیک څاه، د ۵ زره او ۶۰ مترو په اوږدوالي سره د پایپ غځول او کور په کور د ۱۱۳ شیردهنونو نښلول شامل دي چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به (۲۳۵) کورنۍ، یو محراب مسجد شریف او د نوموړي کلي کلینیک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له پراختیايي شوراګانو سره د اوبو رسولو د (۷) نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي چې چارې به يې ډیر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۸:۲۶
Background image

د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې یو محراب مسجد پرانستل شو

د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې جوړشوی مسجد نن د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د وزارت مرکزي رئيسانو، د کندز ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت مرکز او ولسوالیو اړوندو سیمو له علماء کرامو، سپین ږیرو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې  نن له غرمې مخکې د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په دفتر. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د جرم او یمنګان ولسوالیو له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د یادو ولسوالیو مشرانو د وزیر صاحب له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل چې له فتحې مخکې د پخواني رژیم په لړ کې له وزیرانو سره لیدل ډیر ستونزمن وو خو الحمدلله اوس د اسلامي امارت له. . .

BACK TO NEWS