په جوزجان کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلو متره سړک کانکریټولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان په کلیو کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې ۴ کیلو متره سړک کانکریټولو کار د لسو پروژو په اډانه کې پیل شو.
په دې پروژو کې د قرانچي کلي ۴۱۰ متره سړک، د امیر علي شیرنوايي کلي ۳۳۰ متره سړک، د نو اباد چرمګرخانه کلي ۱۶۰ متره سړک د کارته دوستم په حصه اول کې د ۳۱۰ متره سړک، د کارته دوستم په دویمه حصه کې ۳۳۰ متره سړک، په شینکوټ کې د ۵۸۰ کیلو متره سړک، په نواباد قرانچي کې د ۶۳۰ متره سړک،په چرمګرانه کې ۴۰۰ متره سړک، په خیرخانه کې د ۵۳۰ متره سړک او ۳۳۹ متره نور سړک په نواباد کې کریړیږي چې د دې پروژو په تطبیق سره به د ۴۴۵۰ کورنیو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
