د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په بلخ ولایت کې (۱۰) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۹:۳۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د څه باندې (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت (۱۰) چیک ډیمونه جوړیږي.

 نن د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازده او مل پلاوي له لوري د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۳) چیکډیمونو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عملا پيل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بلخ ولايت مرستیال مولوی نورالهادي ابو ادریس، د البرس ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله معتصم، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي یار محمد شبیر، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په بشپړیدو سره به يې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS