د کلیوبیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د سولې چارو او د شخړو د حل له معین سره ولیدل

پرون له غرمې وروسته د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزیر حیات الله حیات د شخړو د حل او سولې چارو له معین ضیا الرحمن ضیا سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ښاغلي ضیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کارونه وستایل او له ښاغلي حیات سره یې د ولس او یو شمیر ناامنه ولایتونو د پروژو په اړه هغه اندیښنې شریکې کړې چې د شخړو د حل اود خلکو د اړیکو خپلواک کمیسیون تر لاسه کړې وې.
د کتنې په ترڅ کې ترې ښاغلي حیات ددغو معلوماتو پر اړه مننه وکړه او ژمنه یې ورسره وکړه چې تر کره پلټنو وروسته به ددغو ستونزو د هواري په موخه ګام واخلي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت به د شخړو د حل او د خلکو د اړیکو له خپلواک کمیسیون سره یو داسې تړون لاسلیک کړي چې پر بنسټ به يې د کارونو په مخ کې پراته خنډونه د جرګو مرکو له لارې هواریږي او وزارت او ولایتي دفترونه به یې بیا په رڼا کې اجراات کوي.