د هیواد په ۴ ولایتونو کې به د ۷ ښوونځیو جوړولو کار ډیر ژر بشپړ شي

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۲/۵ - ۷:۱۷
مکاتب

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په کندز، ننګرهار، بلخ او بادغیس ولایتونو کې به دا ښوونځي ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي د کندز په خان اباد او دشت ارچي  د ننګرهار په چپرهار د بادغیس په ابکمري او د بلخ په دهدادي ولسوالیو کې جوړیږي چې ۱۲، ۸ یا ۶ ټولګي، د څښاک د اوبو څاګانې او تشنابونه به ولري. ددې پروژو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي.

د دې ښوونځیو په بشپړتیا سره به د څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو زده کوونکو ته د زده کړو وړ چاپیریال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS