د ملي بیرغ ورځ دې نیکمرغه وي!

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۳:۳۲
روز بیرق ملی گرامی باد!

سبا د ملي بیرغ ورځ ده

دا ورځ د هغه بیرغ د درناوي په پار لمانځو چې د یوه لوی ملت د پایښت او غرور لپاره د لویو توپانونو مخې ته سر لوړی ولاړ دی، او ددې ملت د غرور نښانه ګڼل کیږي. هغه بیرغ چې د هر افغان د پیژندګلوۍ رنګینه او ښکلې نښه ده.

د ملتونو تاریخ د همدې ملي هویت، ملي ارزښتونو او ملي بیرغ په لوړوالي کې ځلیږي او دا نړۍ ته زموږ د پیژندګلوۍ ملي نښان دی.

که په ژوره توګه ځیر شو نو زموږ رنګین او ښکلی بیرغ د افغانانو د یو والی او پیوستون بیلګه ده، تور، سور او زرغون ..... دا یوازې رنګونه نه دي بلکې ددې رنګونو ګډون د افغانانو لپاره داسې یو بیرغ او نښه جوړوي چې په هره رپا کې یې د میلیونونو خلکو د زړه درزا او مستي ټوپونه وهي.

د دې تر څنګه د ملي بیرغ هر رنګ د افغانانو د تیراو راتلونکي مهال کیسې کوي او د هیله مندۍ نښه بلل کیږي.

تور: د هیواد د پرلپسې ګډوډیو د تورو شپو یادونه تازه کوي.

سور: د هغه زړورو خلکو د میړانې، زړورتیا او شهادتونو یادښت بلل کیږي چې هیڅکله یې د ظلم بار نه دی منلی.

شین: هیله ده، زیری دی او د هغه سمسور او سوله ییز سبا زیری دی چې ډیر ژر به راورسیږي.

 

د ملي بیرغ ورځ دې نیکمرغه وي!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS