د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په شیرجان کلي کې د (۱۴۶) مترو په اوږدوالي د د اوسپني کانکریټي پُل د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-457 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-04-199 نمبر جواز لرونکی د سعادت بارک ساختماني شرکت ته په ټولیز ډول ۴۵،۷۳۹،۱۵۰ ( پنځه څلویښت میلیون اوه سوه نهه دیرش زره یوسل پنځوس افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
