اداري غونډه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۴۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن د ياد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کلیو و دانیزو چارو مرستیال مفتی سید احمد مستقیم او مرکزي رئیسانو سره اداري غونډه ترسره شوه.

 په یاده اداري غونډه کې له فتحې څخه مخکې د تضمیناتو، طلباتو او تأمیناتو د مکتوب، عملیاتي پلان، د اداري ریاست د داغمه اجناسو د بیه ټاکلو، د وزارت د شتمنیو د صفايي محصول، مرکز ته د کلیوالي سړک جوړونې ریاست د وسایطو لیږد او له روانو پروژو څخه د څارنې په هکله له ګډونوالو سره خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې د شته ستونزو د هوارولو په اړه د وزارت مقام له خوا لازم هدایات ورکړل شول .

او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS