د ننگرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د پیره خیلو د سرې ژۍ په سیمه کې د اوبو رسولو د یوې شبکي په جوړیدو سره نږدي دوه سوه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې .
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء په وینا په دغه شبکه دولایتی بودیجی څخه څه باندې دوه ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی، چې په یاده سیمه کې به نږدې دوه سوه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه براې کړې.