په کندهار کې د ۲۶،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د شپږ ښوونځيو د جوړولو کارونه پیل شول

د کليو بیارغونې او پراخیتا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۲۶،۹ ميلیونه افغانیو په ارزښت د شپږ ښوونځيو جوړولو چارې د کندهالر په ارغنداب ولسوالۍ کې پیل شوې.
د دې ښوونځيو ودانۍ د ارغنداب ولسوالۍ د ده سبز، حاجیانو کلي، شاه تورۍ خانه ګرداب، وکيل کلا، چهارقلبه يي سفلي او ارهډ په کلیو کې جوړیږي، چې ۶، ۸ او ۱۰ ټولګي به ولري او په کاري بهیر کې یې د سېمې خلکو ته به ۳۴۱۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو سره به یې د ارغنداب ولسوالۍ د اړونده کلیو ۲۶۴۰ زده کوونکو ته د زده کړو ښه چاپیرل برابر کړي.