د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د یاد ولایت مخورو د بېلابېلو پراختیايي پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د سړکونو په برخه کې یې شته ستونزې د وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د لوګر ولایت سپین ږیرو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ د ولس په خدمت کې یوو، ځکه چې ولس تل زموږ ملاتړ کړی او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
