د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

noor_admin
Sat, Jul 04 2026 12:03 PM
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د پکتیا ولایت والي په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اغیزمنو کارونو څخه مننه وکړه او وویل: د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوي او زموږ ولس ورڅخه ګټه پورته کوي نوموړي د پکتیا ولایت د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ، د پاکو اوبو رسولو، پلونو، پلچکونو او کلیوالي سړکونو د جوړولو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

 

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د پکتیا ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. موږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي. 

Latest news

Sun, May 17 2026 12:31 PM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

Sun, May 10 2026 12:35 PM
Background image

A coordination meeting with representatives of institutions was held by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

The coordination meeting, led by respected Alhaj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, took place this morning with representatives of various. . .

Tue, Apr 28 2026 8:37 AM
Background image

Coordination Seminar of Central and Provincial Directors Concludes

The three-day coordination seminar for central and provincial directors of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development concluded today with a speech by the honorable Al-Haj. . .

BACK TO NEWS