د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام دپکتيا په ولایت کې رسماً خپل فعالیتونه پیل کړل

د یاد پروگرام د پرانيستې مراسم دولايت مقام مرستيال ښاغلی عبدالولی سهى ، ولسوالانو، د ولایت د ښاروالی رئيس، سکتوري رییسانو، د ښځو چارو رييسې ، رسنیو او د کلیوالي شوراگانو مسوولینو ګډون درلود.
پکتیا کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام - WEERDP په مرکز ګردېز او احمدآباد ولسواليو کې ۱۶۱ کلي تر پوښښ لاندې نیسي چې د ۵ کالو په موده کې به د پور او سپما اتحادیو له لارې ورسره د ۱۰۴ مېلیونه افغانیو په اندزه بلاعوضه مرسته وشي.