د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د کاپیسا ولایت د والي مرستیال په یاد ولایت کې د بیلابیلو پراختیايي پروژو د پلي کیدو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر ته معلومات ورکړل او په یاده برخه کې د ځينو ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کاپیسا ولایت د والي مرستیال او رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره تل کوښښ کوي چې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ داسې پروژې پلي کړي چې د خلکو ستونزې هوارې او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
