په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر اونظارت لاندې. د ( UNICFF) ادارې په مالي ملاتړ او د (ORD) مؤسسې په تخنیکې همکارۍ د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د (۱۲۶۸۸۸۴۰) افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې د (۴۰) سولر تختو نښلول، د (۷۶) متر په عمق سره د ژورې څاه کیندل، د (۶۰۰۰۰) متر مکعب په ظرفیت سره د یو ذخیرې جوړول او د (۴۹۲۰) مترو په اوږدوالي سره پایپ غځول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې (۳۷۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.