د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نوې وړاندیز

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام په منظوري میرزا محمد شکیب د یاد وزارت د رئیس دفتر په توګه ټاکل شوی و او نن د یوې غونډې په ترڅ کې دیاد ریاست کارکوونکو ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم له خوا ور وپیژندل شو او رسما يې په خپله دنده پیل وکړ.
غونډې ته د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم وینا وکړه او وویل: په دولتي چارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او دنده یو امانت او مسؤلیت دي چې هر شخص يې باید په صادقانه ډول ترسره کړي.