په پکتیکا کې د ۱۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لورې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په سادات مانده کلي کې د ۱۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد استنادي دېوال ۶۳۰ متره اوږدوالی لري.چې په جوړېدو سره به یې لویه برخه کرنیزه ځمکه، د هستوګنې کورونه او یو باب ښوونځی د سېلابونو له ګواښه وژغورل شي.