په تخار کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام د تخار ولایت د چال ولسوالۍ په نوآباد یکهتوت کلي کې د۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارله چې ورسره د شاوخوا ۱۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه په نلونو کې برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې چینې، د سولرونو لپاره د یوې احاطې او ذخیرې جوړول؛ د څه باندې ۲،۶۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول؛ د ۳۴ سولرونو، ۴۰ نلکو او داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره کابو ۱۷۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.
