په کابل کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۷۳ متره کانال د جوړولو چارې روانې دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ اړوند د قلعه باور کلي پراختيايي شورا لخوا د ۴۷۳ مترو په اوږدوالي د يوه کرنیز کانال د جوړولو چارې روانې دي. چې د ځايي خلکو۱۳۰ جرېبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي. شاوخوا ۱.۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته به ۱۵۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او ۳۱۵ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
