په ننګرهار کې د ۴۰۷ متره اوږد محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په سلطانخیل کلي کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۰۷ مترو په اوږدوالي د پوخ محافظوي دیوال د جوړولو کار ۷۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۸۳۸ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۳۲۰ اوسیدونکي ترې نیغ په نیغه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته ۹۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه اود سیمې ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.
