په میدان وردګو کې د اوبو لګولو د کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې
په میدان وردګو ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د دایمیرداد ولسوالي په حاجیکه بخشک کلي کې د ۱۳۱۳ مترو په اوږوالي د اوبو لګولو کانال پاک شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۲۳۲ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۱۴۳۲ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به نه یواځې د سیمې د بزګرانو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې کروندو ته د اوبو د رسیدو د لارې په اوږدو کې به د اوبو پر مخ خنډونه لیرې او پدې توګه به د اوبو له بې ځایه ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.
