په بغلان کې د ۱۰.۱۴ کیلو متره کانال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر تر څار لاندې د اغا خان بنسټ له خوا د KFW پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په ۱۲ کلیو کي د ۱۰.۱۴ کیلو متره کانال جوړولو کار ۳۲ سلنه مخکې تللی دی.
د دې پروژې په تطبیق سره د سیمې ۱۵۶ تنو ته د دوامداره کار زمینه برابره شوې او ۳۴ زره او ۲۰۹ تنه نور به یې له ګټو برخمن شي.
یاده دې وي چې د دې کانال په جوړولو سره به ۵۰۸۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي او کروندو ته په لاره به د اوبو د ضایع کیدو مخه ونیول شي.
