په خوست کې ۱۰۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د خوست ولایت د گربزو ولسوالۍ اړوند په نیازِي خیلو کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۲ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي.
نوموړې شبکه چې کار یې روان دی د ۲۳ زره لیتره اوبو د ظرفیت په لرلو سره یوه هسکه زیرمه لري. دغه شبکې ته ۸ نلکې هم جوړې شوېدي د دې پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۳۴۲ کاري ورځي را منځته شوېدي.
