ولسي تړون ملي پروګرام سږ کال په پکتیا کې ۷۴ پروژې بشپړې کړې دي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام په روان کال کې د پکتیا په شپږو ولسوالیو احمد اباد، سیدکرم، میزکه، څمکني، وزې ځدران او شواک ولسوالیو کې د ۸۹.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۷۴ پراختیایي پروژې بشپړې کړې دي، چې ورسره د خلکو په ژوند ، کلیوالي پراختیا او بیارغونه کې ښه والی راغلی. په دې پروژو کې محافظوي دېوالونه، د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکې، کانالونه ،پلونه، پلچکونه او د څاګانو ایستلو پروژې شاملې دي چې د تطبیق پر مهال یې سلګونو ځایي خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي.
