په غور کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په قالک رضا های کلي کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه ۲۰ متره ژوره څاه، د ۲۰ متره مکعبو په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، فشار ماتونکي، د سولرونو محافظتي دیوال، ۱۱۶۰ متره پایپ او ۳۰ نلکې لري.
یاده دې وي چې ددې پروژې په ترڅ کې ۱۰۶۸ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شوې.
