په ننګرهار کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په ننګرهار ولایت د کامې ولسوالي په کندهاریانو کلي کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۹۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي پوخ سړک د پروژې کار ۶۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۰۴۱ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د خلکو د تګ او راتګ په برخه کې ګڼ شمیر آسانتیاوې رامنځته شي بلکې مارکيټونو ته په خوندي ډول د ځايي بزګرانو د کرنیزو توکیو د رسولو په برخه کې به هم پوره مرسته وکړي.
