د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د انسټیټیوټ، لیتاکا او تلپاتې انرژۍ پروګرامونو تر منځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د دوشنبې په ورځ ( ۲۹ مرغومي) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو تر منځ ددغه وزارت د پروګرامونو د معین پوپل حبیبي په حضور کې د یاد وزارت د انسټیټیوټ، لیتاکا او تلپاتې انرژۍ پروګرامونو تر منځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دا هوکړه لیکونه د وزارت د پروګرامونو تر منځ د همکارۍ د پراختیا، د افغانستان کلیو ته د اغیزناکې انرژۍ د لیږدولو، څیړنو، سروې ګانو، د وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو ، د کوچنیو صنایعو د کار کوونکو د تخنیکي وړتیاوو د لوړولو او د کلي والي ټکنالوژیو د ګټه اخېستونکو د ظرفیتونو د لوړولو، او د کارکوونکو لپاره د ورکشاپونو د جوړولو او لنډ مهالو زده کړو په موخه لاسلیک شول.
