په بدخشان کې ۱۴ متره اوږد پل جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د بدخشان ولایت د مرکز په عبدالرحیم بای کلي کې د یو ۱۴ متره پل د جوړولو کار بشپړ شو.
د دې پروژې په ترڅ کې ۲۵۴۱ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۲۸۰۰ سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شول.
