په خوست ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د پروګرام پر ګټه اخیستونکیو مقطعي پانګه ووېشل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو مقطعي مرستو د ویش په لړ کې دا ځل په خوست ولایت کې د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته څه د پاسه اوه سوه زره افغانۍ د لومړي قسط په توګه سپماګروپونو ته او همدا راز څه د پاسه دوه میلونه افغانۍ د دوهم قسط په توګه د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته په (متون، مرکز اړوند شمل او لکنډ او د خوست ولایت په مندوزي اسماعیلخېل) ولسوالیو کې وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده، چې لیږل شوې نغدي مرستې د ګروپونو تر منځ د اقتصادي چارو د پیاوړتیا او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پيل په موخه د پروګرام تر پوښښ لاندې کلیوالو ته وېشل کېږي.
