په ننګرهار کې د ۸۰۰ متره کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کانکریټي سړک د پروژې کار ۴۲ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د بهسودو ولسوالي په آخندزاده ګانو کلي کې د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي پوخ سړک جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۸۸۱۲ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۵۳۳ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې د خلکو د تګ او راتګ په برخه کې ګڼ شمیر آسانتیاوې رامنځته شي.
