په لغمان کې د ۴۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ متره اوسپنیز پل د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروگرام له لوري د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ په عزیزخان کڅ کې د ۴۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ متره اوسپنیز پل د جوړولو کار پیل شو.
نوموړی پل به ۱۵۰۰ کورنۍ د لومړنیو اسانتیاو څخه برخمنې کړي. همدا راز د کرنیزو محصولاتو په لیږدولو او د وخت د ضایع کیدو مخنوی به ونیول شي او د ۳۰۰ کورنیو لپاره به د سفر لګښت راکم کړي. ددې پروژې د پلي کېدو په جریان کې به د سیمې کاریګرو ته ۱۸۰۰ کاري ورځې رامنځته شي.
