د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجراییوي رییس د کابل ولایت د نوموړې برنامې له کارونو څخه لیدنه وکړه
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجراییوي رییس لطیفه مجیدي ددې برنامې له ګټه اخیستونکو څخه د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې لیدنه وکړه. نوموړې په یاده ولسوالۍ کې د برنامې فعالیتونو د نظارت کولو پر مهال په کلیو کې د برنامې د پلي کولو، ننګونو په اړه ځایي خلکو سره خبرې وکړې او د ولسوالۍ کارکوونکو او اوسیدونکو ته یې د میرمنو د ځواکمنتیا ګړندۍ کولو لپاره یو لړ تخنیکي معلومات ارایه کړل.
د بګرامیو ولسوالي یوه له هغو دریو ولسوالیو څخه ده، چې په کابل ولایت کې ددې پروګرام تر پوښښ لاندې ده او د څلورو زرو څخه زیات اوسیدونکي سره مرسته کوي.
