په خوست کې ۵۲۰ تنو ته په ګروپ کې د غړیتوب د تر لاسه کولو روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت مرکز اړوند او مندوزيو ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې د ۶۳ سپما ګروپونو غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب د تر لاسه کولو لومړنۍ روزنه ورکړل شوه.
دې روزنې دوه ورځې دوام درلود، چې ګډونوالو ته پکې له ګروپ سره د غړیتوب د ترلاسه کولو، د هېواد په کلیوالي سیمو کې د پروګرام د موخو او په کورني اقتصاد کې د سپما د ارزښت په اړه روزنه ورکړل شوه.
د ګروپونو غړو د دې روزنو وړاندې کول، په مالي برخه کې د خپلې پوهې د زیاتیدو لپاره اغېزمن کار وګڼلو او په کلیوالي کچه یې د داسې روزنو د دوام غوښتنه وکړه.
