په پروان کې د ۷۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴.۳ کیلو متره سړک جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د مالي او اداري معین معراج الدین شمس په حضور کې د قول صادقي څخه د پروان ولایت د مرکزچاریکار ښار تر حوض لوخای پورې د ۷۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴.۳ کیلو متره سفالټ او کانکریټ سړک او د هغه د اوبو ایستلو د جوړښتونوجوړولو کار پیل شو.
دا سړک به ۱۷ کلي یو تر بله ونښلوي او په ترڅ کې به یې ۶۳۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شي.
د یادولو وړ ده چې د دې سړک په جوړیدو سره به ۲۱ زره او ۵۰۰ تنه کلیوال وګړي ښوونځيو، بازارونو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی بیامومي.
