په لغمان کې د پاخه سړک د رغونې چارې روانې دې
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړونې ملې پروګرام له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په فيروزاباد سیمه کې ۱.۹ کیلو متره کانګریټي سړک د رغونې چارې روانې دې. نوموړې پروژه به په شپږو میاشتو کې په پاخه او اساسې ډول رغول کیږې، چې د رغونې د چارو په بشپړیدو سره به د سیمې اوسیدونکو ته د تګ او راتګ پوره اسانتیاوې برابرې کړي.
