په نورستان، زابل، میدان وردګ او هرات ولایتونو کې د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې.
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په شیخال کلي کې، د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په کامګل کلي کې، د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په ملکي کلي کې او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په ده مسلم کلي کې د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړې او کټې اخیسنتې ته وسپارل شوې.
دا ښوونځي ۱۲، ۱۰ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاګانې لري. ددې ښوونځیو د جوړېدو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته نږدې ۱۲ زره کاري ورځې رامنځته شوې وې.
ددې ښوونځیو په جوړېدو سره ۱۱۸۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځته شو.
