په پنجشیر کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د اوبورسولواو کلیوالي حفظ الصحې د پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ په ګلاب خیل کلي کې د یاد ولایت د کلیوبیارغونې او پراختیا د رییس او اړوندې پرمختیایي شورا تر منځ د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو.
ددې شبکې په جوړیدو سره به ۳۸۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
