په فاریاب کي د کوچیانو د ۸ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فاریاب ولایت په قیصار او پشتونکوټ ولسوالیو کې د کوچیانو لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پرمختیایي پروژې پیل شوې.
پدې پروژو کې د ډ برو اوسپنې کانکریټ شوې حوضونه او د اوبو زیرمې شاملې دي او د جوړیدو کار یې د حاجی محمد لعل، دانه آقسای، دهنه کلته شور، تامچي، علي محمد، سیدمحمد، بره خوري دو و سربره خور یک کلیو د پراختیایي شورا ګانو لخوا ترسره کیږي.
ددغه پروژو د جوړیدو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۷۳۹۲ کاري ورځې رامنځته شي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ به ترینه ګته واخلي .
