خوست ولایت کې د ۱۰۰۰ ماسکونو ویش او د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ترسره شو
د خوست ولایت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کارکوونکو د دې ولایت په اسمعیل خېلو، مندوزیو ولسوالیو او مرکز کې د سپما ۸۶ ګروپونو او د پور او سپما ۳۰کلیوالي اتحادیو، ټولو ۱۰۰۰ غړو ته د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی او همداراز د هغو وطني تولید شویو ماسکونو ویش ترسره کړ، چې دACTED موسسې لهخوا په وړیا ډول د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام سویل ختیځ زون خوست دفتر سره یې مرسته شوې وه.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کارکوونکي د روغتیا وزارت د لارښوونو په اډانه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د لارښوونو سره سم په منظم ډول د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ترسره کوي، چې دغه چاره د کرونا وایروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې ګټوره تمامه شوې.
