په سر پل کې ۱۵۹ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شویدي
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله د سرپل ولایت مرکز اړوند په بغاوي ازبکیه کلي کې ۱۵۹ کلیوالي کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسۍ زمینه برابره شوه. نوموړې شبکه چې شاوخوا ۱ میلیون او ۴۵۵ زره افغانې پرې لګښت راغلی د ۱۵۶۷ متره اوږدوالي په لرلو سره، د اوبو د یوې زیرمې او د ۸ نلکو لرونکې ده چې بشپړه او ګټې اخستنې ته سپارل شویده. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۹۳۴ کاري ورځې برابرې شوېدي.
